امنیت

نهه تنه وسله وال طالبان په فارياب کې ووژل شول

-ميمنه/ باختر  د چنګاښ د مياشتې ٢٢مه :
د فارياب ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کې تېره شپه د يوه قوماندان په ګډون نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د دولت آباد ولسوال سيد عبدالسلام نزهت د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه ډار اچوونکي د فارياب ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کې د هوايي قوتونو په ملاتړ د افغان امنيتي ځواکونو په ګډو عملياتوکې وژل شوي دي چې د دوى د شپږو تنو مړي د جګړې په ډګرکې پاتې دي.
دغه راز په دغو عملياتوکې اته تنه وسله وال طالبان ټپيان شوي دي .
ده زياته کړه: د دغو عملياتو په بهيرکې چې پرون سهار پيل شوي و او د شپې تر اتو بجو پورې يې دوام وکړ، اووه کلي د مخالفينو له شتون څخه پاک  شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته