کابل باختر د وري اته ويشتمه :
د بغلان ولايت په سلګونو تنو اوسيدونکو دهغه څه په غبرګون کې چې د ولسي جرګې د يو غړي له ساتونکوسره د طالبانو په نښته کې د دريو تنو ملکي وګړو وژل کېدل يې بولي ، په اعتراض لاس پورې کړى دى .
دوى د مرکزي بغلان د چارشنبې تيپې په ساحه کې دکابل _ مزار دلويي لارې په تړلو سره په دغې پيښې اعتراض وکړ .
وسله والو طالبانو پرون دبغلان ولايت دمرکزي بغلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ولسي جرګې دغړي قدرت الله ذکي د سپرلۍ په کاروان بريد وکړ .
په دې جګړه کې يوشمېر کسان ووژل شول .
سيمه يېز مقامات وايي چې وژل شوي کسان ټول د وسله والو طالبانو د ډلې غړي و .
په همدې حال کې اعتراض کوونکي وايي چې په دې جګړه کې درې تنه ملکي وګړي چې د سيمې اوسيدونکو و ، هم وژل شوي دي .
د بغلان ولايت يوه سيمه يېز مقام باختراژانس ته وويل چې په دې جګړه کې د ملکي وګړو د وژل کېدو د څرنګوالي په باب څېړنې دوام لري .
ده له مظاهره کوونکو څخه وغوښتل چې دکابل _ مزارشريف په لويه لاره کې د ترافيکي بهير خنډ نه شي . ختم_ ج _ اکرم