امنیت

دکورنيو چارو وزارت دشهيدانو فاتحه واخيسته

 کابل باختر د وږې دمياشتې ١٢ :
دکورنيو چارو وزارت نن  دپوليسو دهغو منسوبينو  دفاتحې مراسم چې ددندو په بهېرکې  شهيدان شوي دي  دعيدګاه په جامع جومات کې پرځاى کړل.
دکورنيو چارو وزارت  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ور کړ.
دفاتحې په دغو مراسمو کې  دکورنيو چارو وزير  نورالحق علومي  ، ددغه وزارت  ستر امنيتي معين  جنرال محمدايوب سالنګي ، ددغه وزارت  او دنورو دولتي ادارو  يوشمير  لوړ رتبه مسوولينو هم ګډون کړي وو.
په مراسمو کې د شهيدانو پاک روح ته دعا وشوه  او د دوى  قربانۍ او سرښندنې  وستايل شوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته