امنیت

د مارجې په يوې تفريحي سيمې د ماين د چاودنې له امله دوه تنه شهيدان شول

کابل- باختر دثور دمياشتې ٢٧
په هلمند ولايت کې نن د ماين د چاودنې له امله يو سيمه ييز پوليس او يو ملکي وګړى شهيدان او دوه تنه نور ملکي وګړي ټپيان شول .
د هلمند د والي ويندوى عمرځواک د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه چاودنه د مارجې ولسوالۍ په مربوطاتوکې د عبادالله په نامه تفريحي سيمه کې وشو.
خبرځاى زياته کړه: د پيښې ټپيان د هلمند ملکي روغتون ته ليږدول شوي او د روغتون مسوولينو د دغو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
ديوبل خبرله مخې: په لغمان ولايت کې نن غرمه د پوليسو په يو رنجر موټرکې د مقناطيسي ماين د چاودنې له امله يو سيمه ييز پوليس ټپي شو.
دلغمان د والي ويندوى سرحدي ځواک دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه په مهترلام ښارپورې اړوند د سلطان غازي بابا په ښارګوټى هغه وخت رامنځته شوه چې د پوليسو په رنجر موټرکې لګول شوي مقناطيسي ماين وچاوديد او يو سيمه ييز پوليس يې ټپي کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته