امنیت

د سرحدي پوليسو نوى قوماندان پاکستان ته روان شو

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٦
د سرحدي پوليسو نوى قوماندان له پاکستاني مقاماتو سره د خبرو اترو په مقصد اسلام آباد ته تللى دى.
ويل کيږي په دغه سفرکې به له تروريزم او بنسټپالنې سره د مبارزې باب خبرې وشي.
دکورنيو چارو وزارت ويندوى صديق صديقي د سرحدي پوليسو لوى قوماندان د سفر په اړوند د باختر آژانس خبريال ته وويل: د سرحدي پوليسو لوى قوماندان لوى پاسوال محمد شفيق فضلي د  دوه ورځني سفر لپاره اسلام آباد ته تللى دى چې د هغو ستونزو او مسئلو په باب چې په سرحدي سيموکې شتون لري؛ د دغه هيواد له مقاماتو سره خبرې وکړي او دغه راز د ديورنډ کرښې په غاړوکې د سرحدي سرغړونو او د اوسنيو ستونزو د لرې کولو او د تروريزم پرخلاف د مبارزې په باب خبرې وکړي .
پاکستان ته د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د دغه جګپوړي مقام سفر په داسې حال کې ترسره کيږي چې څو ورځې مخکې په خيبر پښتونخوا کې د پاکستان د اردو لوى قوماندان کابل ته راغلى و .
د دواړو هيوادونو د مقاماتو سفرونه په داسې حال کې کيږي چې په افغانستان او پاکستان کې تروريستي فعاليتونه زيات شوي دي او اوس پاکستان هلې ځلې کوي چې په سيمه ييزې همکارۍ سره دغه شان ستونزې کمې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته