ټولنه

پهلوان خادم شاه وفات شو

کابل – باختر د غبرګولى دمياشتې ١٨
د بدني روزنې او سپورت رياست د هيواد د غيږې نيونې د ورزش د يو تن ټکړه پهلوان خادم شاه د مړينې خبر ورکړ.
د بدني روزنې او سپورت د رياست په هغه ليک کې چې نن باختر آژانس ته ليږل شوى دى؛ ويل شوي دي: پهلوان خادم شاه په ١٣٢٨ کال کې د ميدان وردګو ولايت په جلريز ولسوالۍ کې وزيږيد او په ١٣٤٥ کال کې يې د استاد اميرجان تر نظر لاندې د غيږي نيونې فنون زده کړل.
ده چې د وخت د ملي ټيم غړيتوب درلود او د ٤٨ کيلوګرامو او د ٥٣ کيلوګرامو په وزن کې اتل و.
د بدني روزنې او سپورت رياست د خادم شاه مړينه د ورزش او په تېره بياه د غيږې نيونې د ورزشي ټولنې ته يوه ستره ضايعه بولي او د لوى خداى (ج) له دربار څخه ارواښاد ته د فردوس جنت او د ارواښاد کورنۍ او د ورزش مينه والوته د جميل صبر هيله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته