اقتصاد

د مالیې وزیر له ۲۰۲۰ کال څخه وروسته د افغان امنیتي ځواکونو لپاره د مالي ملاتړ د جلبولو په غونډه کې چې د ناټو په نوي مرکزکې جوړه شوې وه ګډون وکړ.

_ کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٩نيټه :
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، پرون د ناټو په مرکز بروکسل کې د خپل رسمي په سفر په ترڅ کې د افغانستان ملي اردو وجهي صندوق (ANA Trust Fund Board) په غونډه کې چې د ناټو سکرټر جنرال ښاغلي جینز ستولتنبرګ، د افغانستان د ګډ امنیتي لیږد (CSTC-A) عمومي قومندانې جنرالې رابئن ال. فانتس، د ناټو غړو هیوادونو او د غوڅ ملاتړ ماموریت په شتون کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.
د ماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې د ناټو سرمشریزې ناستې څخه مخکې چې ټاکل شوی ده د روان لمریز کال د جولای میاشتې په اواسطو کې د یاد سازمان په نوي مرکز کې جوړه شي، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو په مالي تمویل او له ۲۰۲۰ کال څخه وروسته د یادو ځواکونو په اړتیاوو هر اړخیزې خبرې وشې.
همدا شان د مالیې وزیر په دې غونډه کې د ۲۰۲۰ کال پوري نیمایې کچې ته د صادراتو په زیاتوالي او وارداتو د کموالي په اړه د افغان حکومت په راتلونکو پلانونو، د سیمه يیزو پروژو پلي کولو، د افغانستان په مالي سرچینو کې د سترو اصلاحاتو او د هیواد امنیتي ادارو د بودیجې په تمویل کې د افغانستان د ونډې په زیاتوالي هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
د ناټو غړو هیوادونو استازو له ۲۰۲۰ کال څخه وروسته د خپلو مالي مرستو د دوام اعلام وکړ چې مالیې وزیر د دوی له دې پریکړې څخه هر کلی وکړ.#
پاى_ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته