فرهنګ

پيغام

کابل باختر د تلي اوومه :
په اطلاعاتو دبرلاسي  دنړيوالې ورځې په مناسبت داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت پيغام .
په هېواد کې په اطلاعاتو دبرلاسي  نړيواله ورځ په داسې حال کې  نمانځل کيږي چې دلوى خداى (ج  ) په مرسته  او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت او درسانه يي بنسټونوپه هلوځلو سره په هېواد کې په اطلاعاتو دلاسبري دحق قانون نافذ دى  او په اطلاعاتو دلاسبري  دڅارنې کميسيون په دې لاره کې کار کوي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مشرتوب په دې باور دى چې دبيان ازادي ددموکراسۍ  اساسي رکن دى او په اطلاعاتو برلاسي  په  هېواد کې دبيان دازادۍ دپياوړتيا اساسي رکن دى .
په همدې دليل داطلاعاتو او فرهنګ وزارت ددغې ورځې له امله درسنيو ټولو خاوندانو او کارکوونکو ته مبارکي وايي او هيله لرې چې  په هېواد کې په اطلاعاتو دلاسبري  فرهنګ په پرله پسې هڅو  سره پراخ بنسټه شي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په اطلاعاتو هېوادوالو ته دبرلاسي  د زمينې برابرول خپل يومسووليت بولي او دغه وزارت په پرله پسې  توګه په هېواد کې درسانه يي فعاليتونو دزمينې دبرابرولو په لاره کې پرله پسې هڅې  کړې دي او خلک په ډير لڼد ممکن وخت کې او په اسانۍ سره  په اطلاعاتو برلاسى پيداکړي .
ددغې ورځې نمانځنه داطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه او درسنيو خاوندانو او کارکوونکو ته ددې فرصت برابروي  چې په خپل وخت او په دقيقه توګه دخبر رسولو په کار کې ژمن شي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له فرصت څخه په استفادې سره  يو ځل بيا ژمنه  کوي چې له قانون سره سم درسنيو دفعاليت لپاره دښې زمينې په برابرولو  کې هلې ځلې وکړي  چې هر هېوادوال په اطلاعاتو برلاسى  ولري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته