امنیت

پنځه ويشت تنه وسله وال طالبان دامنيتي ځواکونو د عملياتو په بهيرکي ووژل شول

کابل باختر دليندۍ دمياشتې ٢١ :
دکورنيو چارو  وزارت خبرځايونه وايي چې پنځه ويشت تنه وسله وال طالبان دامنيتي ځواکونو دهغو چاڼيزو عملياتو په بهيرکې چې په تيرو څلرويشت ساعتو کې ترسره شول  ، وژل شوي دي .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن ديوې خبرپاڼې په خپرولوسره ويلي دي  چې دغه عمليات دننګرهار ، جوزجان ، قندهار  اودهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې دپنځه ويشتو تنو وسله والو طالبانو په وژل کيدو سربيره ددغې ډلې پنځه تنه نور غړي ټپيان او درې تنه نور يې ونيول شول اويوه اندازه جنګي اوچاودوونکي وسايل  ، ماينونه او بمونه او تبليغاتي پاڼې دامنيتي ځواکونولاسته ورغلي دي.
په همدې حال کې پوليس په دې بريالي شوي دي  دهغو اوو ماينونو په کشفولو سره چې نوي دوسله والو مخالفينو له خوا ښخ   کړاى شوي وو ، دکونړ اودهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې  دڅو تروريستي پيښو مخه ونيسي .
ديوبل خبرله مخې :
دکابل پوليسو شپږتنه په جنايي جرمونو دلاس لرلو په تور دکابل ښار دڅلورمې اوشپږمي  ناحيې په مربوطاتو کې ونيول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته