ورزش

په هرات کې دواليبال سيالۍ دوام لري.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٤
په هرات کې دواليبال سيالۍ نن په دوو لوبو سره دوام کوي.
دهرات دورزشي امريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختر آژانس خبريال ته وويل دغه لوبې دځوانانو دالف منتخب ټيم دارمان له ټيم سره او دځوانانو دبى منتخب ټيم دهرات دسابقه لرونکو لوبغاړوټيم ترمنځ کيږي. د يوه اړوند خبرځاى د څرګندونو له مخې دغه سيالۍ د زمري دمياشتې د ٢٨ نيټې دهيواد دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولودکاليزې په مناسبت له پرون څخه دشپږو ټيمونو ترمنځ په هرات کې پيل شوې دي چې پنځه ورځې دوام کوي .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې په پرونيو لوبو کې دارمان ټيم دصفر په وړاندې په دريو سره دمحبس بى ټيم ته او دهرات د سابقه لرونکو لوبغاړو دصفر په وړاندې په دريو سره دمحبس الف ټيم ته ماتې ورکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته