نړۍ

المان له اتريش سره دخپلې پولې کنترول پيل کړل .

برلين  باختر د وږي  درې ويشتمه :
دالمان حکومت تصميم نيولى دى چې له اتريش  سره په خپله پوله کې سرحدي کنترول  ټينک کړي خو دالمان دکورنيو چارو دوزير توماس دموزير  دڅرګندونو له مخې ،دغه تدبيرونه لنډ مهال او داتريش په پولې پورې محدود دي  خو  ښايي چې په نورو پولو کې  هم عملي شي .
المان دغه راز له اتريش سره دخپلې جنوبي پولې د کنترولولو  لپاره داړو دوړ ضد ٢١٠٠ تنه پوليسان دغې پولې ته استوي .
داپه داسې حال کې ده چې داتريش د اوسپنې دپټلۍ مقاماتو اعلام کړى دى له المان څخه اتريش ته  او له اتريش څخه المان ته داورګاډو تګ راتګ به تر نن سهار پورې بند وي .
يواځې په تيرو ٢٤ ساعتونوکې  څه دپاسه ١٣٠٠٠ تنه  مهاجرين مونيخ ته رسيدلي دي .
ټاکل شوې ده المان دکال تر پاى پورې اته سوه زره تنه مهاجرين ومني .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته