سیاست

د ملي امنیت دسلاکار په مشرۍ د رسنیو او حکومت د ګډې کمیټې بیړنۍ ناسته وشوه

-کابل باختر د ثور يوولسمه ۱۱
د ژونالیستانو او رسنیزو بنسټونو پر وړاندې د تاوتریخوالي له وروستیو پیښو وروسته تیره شپه ناوخته د افغانستان داسلامي جمهوریت د ملي امنیت دسلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ د رسنیو او حکومت د ګډې کمیټې بیړنۍ ناسته ترسره شوه.
دملي امنيت دسلاکار دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ.
د ناستي په سر کې د غونډې ګډونوالو د وروستیو ترهګریزو پیښو د شهیدانو پاک روح ته د فاتحې مراسم پر ځای کړل، د دوی کورنیو، دوستانو او ټول افغان ملت ته یې د تسلیت او غمشریکۍ مراتب وړاندې کړل.
په غونډه کې د رسنیو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون غړو او د حکومت په استازیتوب د اړوندو امنیتي او کشفي ادارو لوړ پوړ مقاماتو برخه اخیستې وه.
په ناسته کې د فدارسیون په استازیتوب ښاغلي فهیم دشتی د پیل خبرې وکړې او د ژورنالیستانو او رسنیزو بنسټونو په استازیتوب یې خپل وړاندیزونه، غوښتنې او اندیښنې دملي امنیت سلاکار ته وړاندې کړې. د فدارسیون او ګډې کمیټې غړو د رسنیو او ژورنالیستانو د امنیت د تامین، خوندیتوب، په ترهګریزو پیښو کې د قرباني شویو خبریالانو له کورنیو سره د دومداره مرستو په خاص ډول د ژونالیستانو او رسنیزو بنسټونو د امنیت پر تامین ټینګار وکړ.
ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر، د فدراسیون د استازو غوښتنې او وړاندیزونه پر ځای و بلل او اړوندو ارګانونو ته یې دنده وسپارله، چې د ژورنالیستانو د امنیت د تامین او خوندیتوب له پاره سملاسي او جدي اقدمات وکړي. ښاغلي اتمر د شهیدو ژورنالیستانو له کورنیو سره د دومداره مرستو او همکاریو په موخه د یوې طرحې او میکانیزم د جوړیدو لارښوونه وکړه. دملي امنیت سلاکار وویل، چې د هغو ژورنالیستانو د اولادونو له پاره به د تحصلي بورسونو زمینه برابره کړي د بیان د ازادۍ په لاره کې یې خپل ځانونه قربان کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته