روغتیا

جمهور رئیس غني د پولیو د له منځه وړلوپه موخه له یو شمېر والیانو سره خبرې وکړې

کابل باختر د سلواغۍ  اتمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن سهار له توحید ملي مرکز څخه د ویډیو کنفرانس له لارې د هېواد له یو شمېر والیانو سره د پولیو د له منځه وړلو په هکله خبرې وکړې.
دجمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په دې ویډیو کنفرانس کې چې د حکومت اجرائیه رئیس او د کابینې یو شمېر غړیو هم حضور درلود، د ننګرهار، کونړ، کندهار، هلمند، ارزګان، نیمروز، فراه، فاریاب او دهرات ولایتونو له والیانو سره یې خبرې وکړې.
په پیل کې د عامې روغتیا وزیر په بېلابېلو ولایتونو کې شرایطو ته په پام د پولیو د له منځه وړلو په موخه  د حکومت د هڅو او برناموپه هکله معلومات ورکړل. نوموړي د پولیو د له منځه وړلو لپاره له والیانو او وزارتونو سره خپلې غوښتنې شریکې کړې.
ورپسې د یادو ۹ ولایتونو والیانو په خپلو اړوندو ولایتونو کې د پولیو پر ضد د اوسنۍ مبارزې د وضعیت په هکله د ویډیو کنفرانس ګډونوالو ته معلومات ورکړل.
د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، حکومت د پولیو له منځه وړلو ته ژمن دی او په همدې موخه په ټولو ولایتونو کې د پولیو د له منځه وړلو لپاره کمېټې رامنځته شوې دي.
هغه له والیانو څخه وغوښتل، چې په اړوندو ولایتونو کې یې  که د پولیو یوه پېښه هم ولیدل شوه، نو په اړه دې د حکومت رهبري ته معلومات ورکړي او په ټول جدیت دې موضوع تعقیب کړي.
جمهور رئیس د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې د حکومت د اجرائیه رئیس، د کابینې د غړیو، والیانو، د نړیوال روغتیایي سازمان او ګیټس بنسټ په ګډون د ټولو همکارو نړیوالو بنسټونو د هڅو او همکاریو مننه وکړه.
جمهور رئیس غني د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې د شته تجربو د معلومولو په موخه د یوې ارزونې په ترسره کولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، خپلې هڅې باید داسې عیارې کړو، چې په ګډه همغږي او تمرکز په افغانستان کې پولیو له منځه یوسو.
د هېواد جمهور رئیس له کورنیو او بهرنیو همکارانو څخه وغوښتل، چې یو دریم او بې طرفه بنسټ دې د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې د شفافیت، حساب ورکولو او موثریت ارزونه وکړي. هغه زیاته کړه، د دغې ارزونې په رڼا کې به شته ستونزې تشخیص او د حل لپاره به یې لازم اقدامات ترسره شي.
جمهور رئیس ټولو دولتي بنسټونو ته لارښوونه وکړه، چې د پولیو د له منځه وړلو په مبارزه کې  فعاله ونډه واخلي او په دغه مبارزه کې د بې طرفي د اصل د پرځای کولو په خاطر دې د اړتیا پرمهال د سره صلیب او سرې میاشتې له هوایي امکاناتو څخه هم ګټه واخلي.
جمهور رئیس د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې د عالمانو رول مهم وباله او د عامې روغتیا وزارت ته یې لارښوونه وکړه، چې عالمانو ته دې د پولیوپه هکله هراړخیز معلومات ورکړي، تر څو هغوی د خلکو د پوهاوي پرمهال ګټه ترې واخلي.
محمد اشرف غني د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې د پولیو پر ضد د مبارزې د ټیمونو په پیاوړتیا ، د واکسیناتورانو په استخدام او د ګرځنده ټیمونو په جوړولو ټینګار وکړ.
جمهور رئیس څرګنده کړه، چې د پولیوضد کمپاین د افغان ماشومانو د خوندیتوب د عمومي او سراسري کمپاین یوه برخه ده. هغه زیاته کړه، په دې برخه کې ترلاسه شوې تجربې د افغان ماشومانو د ستونزو د حل په برخه کې ګټورې تمامېدلی شي.
جمهور رئیس غني د پولیو پر وړاندې جدي او قاطع مبارزه د افغانستان د حکومت ملي موخه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې په دې مبارزه کې باید سل په سلو کې بریالي شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته