ورزش

د افغان ټيم د آريا ټيم ته ماتې ورکړه

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٥
په هرات کې د فوټبال د ديويم لاس سياليو نن سهار په يوې لوبې سره دوام وکړ.
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو سياليوکې د افغان ټيم د دريو په وړاندې په څلورو سره د آريا ټيم ته ماتې ورکړه.
دفوټبال د دويم لاس سيالۍ د دولسو ټيمونو ترمنځ په هرات کې پيل شوې دي او ټاکل شوې ده په دوام يې سبا د کوثر او د هيواد ټيمونه لوبه وکړي.
ديوبل خبرله مخې: دفوټبال دمخکښانو سيالۍ پرون په هرات کې په يوې لوبې سره پيل شوې.
د دغو سياليو په دوام د اتفاق او المپيک د ټيمونو ترمنځ لوبه په دريو دريو ګولونو سره برابره پاى ته ورسيده .
دغه سيالۍ د نهو ټيمونو ترمنځ په هرات کې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته