ښوونه او روزنه

دلوړو وزارت خبرتيا

کابل باختردلړم دمياشتې ٩ :
دلوړو وزارت خبرتيا
دکابل پوهنتون ، دکابل دطبي پوهنتون ، دکابل دپوليتخنيک پوهنتون او دشهيداستاد رباني دښوونې او روزنې پوهنتون ټولو محصلانو ته خبر ورکول کيږي چې  دروان کال  دلړم دمياشتې  په ١٢ نيټه  چې دمحرم الحرام دمياشتې له لسمې نيټې سره سمون خوري د دوشنبې ورځ  دهېواد په بيلابيلو سيمو په تيره بيا دپوهنتونونو په ساحو کې  دعاشورا  او دماتم  د ورځې مراسم پرځاى کيږي .
له دې امله په ښه توګه   دماتم په مراسمو کې د محصلانو دګډون  او په دغو ساحو کې دښه نظم او امنيت دتامينولو  په مقصد  ددغو پوهنتونونو محصلان    دروان کال  دلړم دمياشتې په لسمه او يوولسمه نيټه  دشنبې او يکشنبې  په ورځو رخصت دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته