ټولنه

د نهه اويا پرمختيايي پروژو تړونونه لاسليک شول

 کابل/ باختر/ د لړم دمياشتې ١٠مه
د ٧٩ پرمختيايي پروژو تړونونه پرون د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د سرپرست او د ٢٢ ولايتونو د پرمختيايي شوراګانو د مسوولينو له خوا په کابل کې لاسليک شول .
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت سرپرست پوهنمل مجيب الرحمن کريمي د دغو قراردادونو د لاسليک کولو په وخت کې وويل: دغه پروژې د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د ساحوي سمون د ملي پروګرام له خوا د باميانو، بدخشان، بلخ، پکتيا، پکتيکا، پنجشير، پروان، تخار، جوزجان، خوست، غزني، سرپل، سمنګانو، غور، قندهار، کاپيسا، کابل، لوګر، ميدان وردګو او د ننګرهار په ولايتونوکې تطبيقيږي .
د ده د څرګندونوله مخې: د دغو پروژو لګښت څه دپاسه ٣٥٠ ميليونه افغانۍ اټکل شوى دى چې په سلوکې لس يې د سيمو د خلکو له خوا ورکول کيږي.
له دغو پروژو څخه به د دغو ولايتونو څه دپاسه ٩٤٥ زره تنه اوسيدونکي ګټه واخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته