نړۍ

په اسرائيلو کې دبې پيلوټه الوتکې راغورځيدل

تل ابيب-باختر دتلې ١٦
د اسرائيلو يوه بې پيلوټه جنګي الوتکه چې د مديترانې له سمندر څخه د اسرائيلو هوايي حريم ته ننوتې و، راغورځول شوې ده.
په دغې الوتکې کې چاوديدونکې توکې نه و او ديوې غيراستوګنې سيمې دپاسه پرې ډزې وشوې.
د اسرائيلو يو اړوند خبرځاى ويلى دى چې دغه موضوع څيړل کيږي چې دغه الوتکه دپلټنې لپاره وه او يا دترورستي اقدام لپاره.
په څو وروستيو کلونوکې دا لومړۍ ځل دى چې يوه بې پيلوټه الوتکه اسرائيلو ته ننوځي . تراوسه پورې په ډاګه شوې نه ده چې الوتکې ته له کومه ځايه لارښوونه کېده.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته