کابل، د چنګاښ ۲۸مه، باختر
د افغانستان د شپږیزې کرکټ لیګ په څلورمه لوبه کې بست ساتونکو لوبډلې پامیر زلمي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د شپږیزې کرکټ لیګ اتم پړاو څلورمې لوبې پچه پامیر لوبډلې وګټله او په خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
پامیر زلمي لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۰۷ منډې جوړې کړې. دغې لوبه کې د پامیر زلمي لپاره غمي ځدران ۳۴ او ا محمد عالم ۲۱ منډې جوړې کړې. په ځوابي توپ وهنه کې بست ساتونکو لوبډلې د څلورو ویکټو په سوځېدو سره د نولسم آور په لومړي توپ ټاکل شوی هدف پوره کړ او سیالې لوبډلې ته یې ماتې ورکړه.
دغه سیالۍ د روانې جولای میاشتې په ۱۸مه پیل شوې چې د اګست تر پنځمې به دوام وکړي.
س.صدیقي