امنیت

پنځلس ډار اچوونکي په بلخ کې ووژل شول

کابل/باختر/ د وږي ٥ مه
د بلخ په چاربولک ولسوالۍ کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د عملياتو په دوام ۱۵ ډار اچوونکي ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: د بلخ د چاربولک ولسوالۍ په ګورتپه، اوزليک، او انګور باغ سيموکې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د عملياتو په دوام ۱۵ ډار اچوونکي ووژل شول. وژل شوي کسان د عطامحمد بلال، قطب الدين هلال روحاني او حقاني په ډلو پورې اړوند دي چې د چاربولک ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال عزت الله په مشرۍ په دې ولسوالۍ کې ډار اچوونکي فعاليتونه ترسره کول.
په عملياتوکې د دې ډلې د سرګروپانو قطب الدين هلال روحاني، ملا جلاد، صفت الله او عطامحمد په ګډون ۱۲ نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
دغه راز د دښمن څو سپک او درانده جنګي وسايل په عملياتوکې د شاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي او يو ګمرک چې طالبانو د مالي سرچينې په توګه ترې استفاده کېده، هم ويجاړ شوى دى.
دغه عمليات د بلخ ولایت په ولسواليوکې هغه وخت پيل شول چې وسله والو طالبانو په دغه ځاى کې راټول شوي وو او د وسله والو تحرکاتو د ترسره کولو لپاره چمتو کېدل.
عمليات په دغه ولايت کې دوام لري.
ختم- عطاالله – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته