اقتصاد

جمهورريیس غني د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د کار د پرانیستې مراسموکې ګډون او وینا وکړه

کابل/ دسلواغې ١٧مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ د نغلوبند سیمه کې نن له غرمې مخکې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د کار د پرانیستې مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ د انرژي د لېږد د دغې سیمه ییزې لویې پروژې د پرانیستې مراسمو کې د کابینې غړو، د افغانستان د برېښنا شرکت  او یو شمېر حکومتي مسوولینو، د ولسي جرګې استازو، د دوستو هیوادونو یو شمېر سفیرانو او  د یادې ولسوالۍ ولسي مشرانو ګډون درلود.
جمهورريیس غني د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د بنسټ ډبرې اېښودو پرمهال وویل، نن افغانستان ته یو نوی باب پرانیستل کېږي چې هیله ده په یو نوي کتاب بدل شي. باب دادی چې د قرغیزستان ، تاجکستان ، افغانستان او پاکستان ترمنځ د برېښنا د ارتباط لومړی ګام واخستل شو، کتاب دادی چې له ټولو خواوو څخه انرژي وصلېږي. د افغانستان ستر ولس ته د دې لویې پروژې مبارکي وایم.
جمهورريیس وویل: د ټاپي لویې پروژې د تطبیق ترڅنګ موږ دېته هم ګورو چې د پاکستان دولت د ټاپ  پروژې په اړه خپله وروستۍ پرېکړه وکړي. په اقتصادي همکارۍ کې د ټولو ګټه ده او زما لیدلوری دادی چې افغانستان د انرژۍ د ټرانزیټ څلور لاره شي.
د هیواد جمهورريیس د مالیې وزارت سرپرست ډاکټر همایون قیومي څخه له دې امله مننه وکړه چې څلرویشت کاله وړاندې یې یو کاغذ ولیکه. داسې کاغذ چې په سیمه کې یې د انرژۍ سوداګري چې هغه مهال لږ خلک ورته متوجه و، مطرح کړه او نن هغه لیدلوری په واضح پروژو او پروګرامونو بدل شو.
جمهورريیس څرګنده کړه: د افغانستان نهه ولایتونه له ملي شبکې سره وصل شوي او پاتې پنځه ولایتونه به هم ژر وصل شي. هغه زیاته کړه، د برېښنا شرکت رئیس او په ځانګړي ډول کارکوونکو او انجنیرانو څخه مننه چې په سختو شرایطو کې یې  برېښنا فعاله ساتلې، د ټولو هیوادوالو او په ځانګړي ډول کابل ښاریانو په استازیتوب ورڅخه مننه کوم.
جمهورريیس غني د پاکستان، تاجکستان او قرغیزستان دولتونو څخه د همکارۍ ساحې د رامنځته کولو له امله مننه وکړه او وې ویل، افغانستان د اتصال له پلوه تل همکارۍ ته چمتو دی. له تاریخي پلوه موږ یوه لویه سوداګریزه سیمه وو چې تر نولسمې پېړۍ یې ادامه لرله او د سوداګرۍ احیا د ټولو په ګټه ده.
محمداشرف غني د سروبي ولسوالۍ ولسونو او مشرانو څخه په مننې وویل: د کابل لوی بندونه دلته دي، برېښنا تولیدوئ، مګر خپله ورڅخه بې برخې یئ،  د مور او میرې سلوک درسره شوی.  هدایت مې دادی چې سروبي ولسوالۍ ته به ټول امکانات برابر او د خاکجبار، موسهي او چهاراسیاب ولسوالیو په ګډون به مو ستونزو ته  اساسي رسیدګي وشي.
جمهوررييس د ولسونو او د هغوی د استازو له همت او حمایت او مسوولینو څخه په مننې د دې لویې پروژې د امنیت په برخه کې د لا ډېرې همکارۍ هیله وکړه، ترڅو ټول باوري شي چې په افغانستان کې لویې پروژې عملي کېدای شي.
جمهورريیس غني له نړیوال بانک، د اسیا پراختیایي بانک او اسلامي بانک څخه په مننې وویل، د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د تطبیق په اړه مې  په لومړیو کې له نړیوال بانک سره جنجالونه لرل، ځکه که همغسې تطبیق شوې وای، نو یو اعشاریه دوه میلیارد ډالر تمامېده. هغه زیاته کړه، افغانستان د دې پروژې د بریالیتوب لپاره مهم تصامیم نیولي.
جمهورريیس وویل: پرېکړه مو وکړه چې دا یوازې د ټرانزیټ په پروژه بدله شي، له دې مه واره پروژه شنډېده. په بیه کې مو اساسي بدلون راوړ، ترڅو د پاکستان ولس ترې ګټه واخلي او باورمند شي. هغه زیاته کړه، د  کیفیت او اعتماد فضا په خاطر مو بیه کمه کړه  چې له دې وروسته نور لوی کارونه په ګډه وکړو او  له نورو هیوادونو څخه موږ دوه کاله دمخه د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د تطبیق کار پیل کړ.
ورپسې د افغانستان د برېښنا شرکت رئیس انجنیر امان الله غالب وویل، کاسا 1000 پروژه په حقیقت کې د مرکزي او جنوبي اسیا هیوادونو ترمنځ د برېښنا د سوداګرۍ د پیل او پیاوړتیا لپاره یو مهم او لومړنی ګام دی چې په سیاسي ثبات کې هم مرسته کولای شي. 
نوموړي وویل: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به په سیمه کې د افغانستان محوري رول د باوري همکار او د ډاډمنې ترانزیتي لارې په توګه تثبیت او د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره به ښه فرصتونه برابر کړي. کاسا ۱۰۰۰ پروژه به څلور سوه میلیون ډالر کلنی عواید ولري چې له هغې جملې به د افغانستان لپاره له ۴۵ میلیون څخه تر ۵۰ میلیون ډالرو پورې کلني عواید ترلاسه کړي. 
ښاغلي غالب څرګنده کړه: کاسا ۱۰۰۰ پروژه به تاجکستان او قرغیزستان ته دوامداره عایداتي منابع او پاکستان ته د ډاډمنې، ارزانه او دوامدارې برېښنا اسانتیاوې برابرې کړي. هغه زیاته کړه، دغه پروژه 1300میګاواټه ظرفیت لري او د ۲۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت د نړیوال بانک له لوري تمویلېږي.
د افغانستان د برېښنا شرکت د عمومي رئیس په وینا کاسا ۱۰۰۰ پروژه چې له کومو سیمو او کلیو څخه تېرېږي د هغو د انکشاف او امنیت لپاره د وجهي صندوق له لارې د کال دوه میلیون ډالر په دغو سیمو کې د امنیت او هوساینې لپاره لګول کېږي. د دې ترڅنګ ۴۰ میلیون ډالر د ولسي تړون پروګرام له لارې د کلیو پراختیا وزارت له لوري د یادو سیمو او کلیو د پروژو په تطبیق لګول کېږي.
ښاغلي غالب وویل، کاسا ۱۰۰۰ پروژه چې د پایداره برېښنا لپاره د ملګرو ملتونو یو سیمه ییز لید دی دوه د انټرنټ مزي چې فایبر اپټيک دي د کاسا ډیجیټل پروژې له لارې تطبیقوي. نوموړي د دغې لوی پروژې له تمویلونکو نړیوال بانک، اسیا پراختیایي بانک، اسلامي بانک، د اروپا د انکشاف بانک او د روسیې انکشافي بانک څخه په مننې وویل،  د دې پروژې تطبیق سره به د ټاپ او نورو لویو پروژو د تطبیق شاهدان وو.
د دغو مراسمو په پای کې د سروبي ولسي مشرانو جمهوررئیس غني ته د عزت پګړۍ ور په سر کړه او هغه ته یې د خدای تعالی په دربار کې په چارو کې د لا بریالیتوب او سوکاله ژوند هیله وکړه. #
پاى / ف

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته