خبرونهاقتصاد

د ټاپي پروژې د همغږۍ ریاست لپاره نوی سرپرست معرفي شو

 کابل/ غوايي۳۱مه/ باختر

د کانونو او پټرولیم وزارت د ټاپي پروژې د همغږۍ ریاست ته نوی سرپرست معرفي شو.
انجینیر محمد ابوبکر«امیني» چې د قران حافظ او د خوست  شېخ زاید پوهنتون انجینیري پوهځي څخه د کادر په درجه فارغ او د کاري تجربې په لرلو سره د کانونو او پټرولیم وزارت د مقام په هدایت د ټاپي پروژې د همغږۍ ریاست لپاره د نوي سرپرست په توګه معرفي شوی دی.

نوموړی نن رسما د یاد وزارت د ویاند عصمت الله برهان، د عوایدو د تنظیم رئیس محمد رسول عقاب، د بشري سرچینو رئیس احمد ضیا خاکسار او يوشمېر نورو ریسانو په ګډون د ټاپي پروژې همغږۍ ریاست ته د سرپرست په توګه خپلو کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

امیني د کانونو او پټرولیم وزارت له مشرتابه څخه د مننې تر څنګ ژمنه وکړه چې د یاد ریاست د کارکوونکو په همکارۍ به خپلې چارې په صادقانه توګه پر مخ بیايي.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته