ټولنه

د خواشینۍ پیغام

کابل باختر د چنګاښ د مياشتې ١٤مه :
د میدان وردګو په ولایت کې د ترافیکي پيښې له امله د رامنځ ته شوې مرګ ژوبلې په اړه د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال انجنیر محمدخان د خواشینۍ پیغام
په ژورې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د کابل – غزني پر لویه لاره کې د یوې ترافیکی پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په شمول د یوې کورنۍ شپږ غړي شهیدان شوي اودوه تنه يې ټپیان شوي دي.
د دغې ټرافیکي پېښې په اړه چې د میدان وردګو اوغزني پرلویه لارد سیداباد ولسوالۍ د سالارو په سیمه کې ددو موټرو د ټکر له مله رامنځ ته شوې، قاري حبیب الرحمن سره له څلورو زامنو او یوې لور شهیدان شوي او دوه تنه غړي ټپیان شوي.
د میدان وردګو ولایت مسؤلینو ته سپارښتنه کوم ترڅو د پېښې د قربانیانولپاره لازمې استانتیاوې برابرې کړي.
موږ په دې باور يو چې تر امنیتي پېښو وروسته ترافیکي پېښې هغه لویه ستونزه ده چې له بده مرغه یې زموږ ګڼ شمېر هیوادوالو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
د دغې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره په غم کې ځان شریک ګڼم، شهیدانو ته د لوی الله تعالی له دربار څخه د فردوس جنت، ټپیانوته د بيا روغتيا او کورنیو ته یې د جمیل صبر هيله کوم.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته