امنیت

دبدخشان ولايت په بهارک ولسوالۍ په بريد کې اووه تنه تروريستان ووژل شول .

کابل باختر د تلي  لسمه :
دبدخشان ولايت په بهارک  ولسوالۍ دبريد په بهير کې  اووه تنه  تروريستان ووژل شول .
  دطالبانو له خوا  دوردوج ولسوالۍ  له نيول کيدو وروسته ددغې ډلې  افرادو دوردوج ولسوالۍ په ګاونډ کې  په بهارک  ولسوالۍ بريد وکړ .
  دغه بريد نن سهار پيل شو او دامنيتي  ځواکونو او يرغلګرو  ترمنځ همدا اوس  نښته پيل شوې ده .
دبدخشان دوالي وياند احمد نويد فروتن   دباختراژانس  خبريال ته وويل چې په دې بريد کې تراوسه پورې اووه تنه تروريستان وژل شوي دي .
ده په دې نښته کې ديوتن پوليس شهادت هم تاييد کړ او ويې ويل چې دامنيتي ځواکونو اويرغلګرو ترمنځ جګړه روانه ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته