کابل باختر د سلواغې څوارلسمه :
دبغلان ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا رياست دولسي تړون دپروګرام له لارې له درې سوه درې اتيا بې وزلو کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته وکړه .
دبغلان ولايت دکليو دبياجوړولو اوپراختيا رياست دولسي تړون دپروګرام مسوول محمد اقا لطيفي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو اړو کورنيو ددرې مليونو شپږ سوه زرو افغانيو په لګښت اوړه ، وريجې ، غوړي ، لوبيا ، چاى او بوره وويشل شول .
ده وويل چې ملي سوداګر او بډاى کسان هم په دغو مرستو کې ونډه لري .او ددغو مرستوددوام ژمنه وکړه .
ختم _ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ