کابل باختر د ثور يوويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني دډاډګيرنې او همدردۍ پيغام .
په ژورې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې دهيواد يوخدمتګار شخصيت پوهنمل استاد ګل احمد عمر خيل دهغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه وفات شوى دى .
ارواښاد پوهنمل استاد ګل احمد عمر خيل دهيواد يو علمي او فرهنګي شخصيت و چې دپوهنتون داستاد په توګه يې دافغان ځوانانو دښوونې او روزنې په لاره کې ستر خدمتونه وکړل مړينه يې يوه ضايعه ده .
دخپلې ډاډګيرنې او همدردۍ مراتب دارواښاد کورنۍ او دوستانو او دکندز ولايت خلکو ته وړاندې کوم دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه متوفى ته دمغفرت او پاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوم .
0 د یوې دقیقې څخه لږ