امنیت

اووه امنیتي منسوبین په قندهار کې شهیدان شول

کابل / د زمري لومړۍ / باختر
د قندهار پولیسو په دغه ولایت کې د اووه پولیسانو د شهادت خبر ورکړ.
په هغې خبرپاڼه کې چې نن د قندهار امنیې قوماندانۍ خپره کړې ده؛ ویل شوي دي چې دغه پولیسان د دغه ولایت په تخته پل ولسوالۍ پورې اړوند ملیدپر کلي کې د دوی پر پوستو د طالبانو په بریدونو کې شهیدان شوي دي.
په خبرپاڼه کې د طالبانو د سر زیان او د نښتو د جزئیاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
په وروستیو دوو ورځو کې د قندهار د معروف او ارغستان ولسواليو ځينې سیمې پر پوځیانو د طالبانو د بریدونو ډګر و چې په پايله کې د یوه پاکستاني په ګډون ٢٥ وسله وال طالبان ووژل شول.
پاى / سعیده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته