امنیت

د مهترلام ښار شاوخوا سيمې له ډاراچوونکو څخه پاکې شوې

کابل باختر د کب دمياشتې  ١٧ :
دپوځي عملياتوپه  بهير کې دلغمان ولايت دمرکز مهترلام ښار  شاوخوا زياتې سيمې دډاراچوونکو له شتون څخه پاکې شوي دي.
دغه دوه ورځنۍ عمليات پرون ناوخته پاى ته ورسيدل.
دکوماندو دځواکونو وياند احمدجاويدسليم باخترآژانس ته وويل ؛ په دغو عملياتو کې  دمهترلام ښار شاوخواپه لسګونو کلي دډاراچوونکو له شتون څخه پاک شوي دي.
په دغو عملياتو کې وسله والو  طالبانو ته  دسرزيان هم اوښتى دى خو دقيق شمير يې معلوم نه دى.
دغه راز ويل شوي دي چې دوسله والو طالبانو يوه اندازه وسلې او مهمات هم دپوځيانو لاسته ورغلي دي.
داپه داسې حال کې ده چې په دې وروستيو وختو کې دلغمان ولايت په تيره بيا دمهترلام ښار په شاوخوا سيمو کې دوسله والو طالبانو دډلې   شتون اوفعاليت زيات شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته