سیاست

د ملي امنیت سلاکار د کندز ولایت له خلکو سره وکتل

کابل باختر د تلي شپاړلسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر نن د کندز ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
دملي امنيت دشورامطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې، د کندز ولایت پر امنیتي وضیعت، د وروستیو پېښو له امله د بېځایه شویو کندزیانو پر ستونزو، په کندز ولایت کې د امنیت او ثبات د ټینګښت او په کندز ولایت کې د دښمن د بشپړ ځپلو په باب خبرې وشوې.
د ملي امنيت سلاکار په پیل کې د کندز ولایت قومي مشرانو ته د وروستیو امنیتي پېښو پرمهال د یو شمېر هېوادوالو د شهادت له امله  د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررييس اودځان له خوا د تسلیت او ژروې خواخوږى مراتب وړاندې کړ.
د ملي امنیت سلاکار و ویل، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ژمن دی، چې په کندز کې دښمن په بشپړه توګه و ځپي او دې ولایت ته یو ځل بیا سوله ییز ژوند را وګرځوي.
د ملي امنیت سلاکا د کندز خلکو ته ډاډ ورکړ، چې امنیتي او دفاعي ځواکونه په کندز کې د دښمن د بشپړ ځپلو لپاره له لوړ مورال برخمن دی او له ملکي مرګ ژوبلې پرته د دښمن د بشپړتصفیې هدف ته نژدې شوي.
د ملي امنیت سلاکار و ویل، چې دښمن په کندز کې د ځان د دفاع لپاره له بې دفاع ملکي خلکو سپر جوړ کړی دی او په دې توګه غواړي، چې هلته د جګړې غځولو ته لاره اواره کړي. 
د کندز ولایت خلکو خپلې ستونزې د ملي امنیت له سلاکار سره شریکې کړې. هغوی غوښتنه وکړه، چې د کندز ولایت له بېځایه شویو خلکو سره دې عاجلې مرستې وشي او همدارنګه دې هلته د دايمي سولې او ثبات د تامین په مقصد دولت پر یوې هر اړخیزې پروګرام کار وکړي.  د ملي امنیت سلاکار وویل، چې د کندز ولایت د مشرانو وړاندیزونه به جمهوررييس او اړوندو ادارو ته ورسوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته