سیاست

داحصائيې دمرکزي ادارې نوى رييس وروپيژندل شو

-کابل باختر د زمري يو ويشتمه :
دجمهوري رياست دويم مرستيال قانونپوه سرور دانش نن داحصائيې دمرکزي ادارې نوى رييس ددغې ادارې کارکوونکو ته وروپيژاند .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ په هغې غونډه کې چې له همدې امله دلوړو زده کړو وزارت دسرپرست او معينانو، داحصائيې دمرکزي ادارې دمرستيالانو ، رييسانو کارکوونکو ، ددولتي او غير دولتي بنسټونو درييسانو استازو او درسنيو دکارکوونکو په ګډون جوړه شوې وه ، دجمهوررييس مرستيال قانونپوه سروردانش ، احمد جاويد رسول داحصاييې دمرکزي ادارې دنوي رييس په توګه ددغې ادارې کارکوونکو ته وروپيژاند .
قانونپوه  دانش  په پيل کې دميرزا اولنګ په سيمه کې دوروستيو شهيدانو  په ګډون دافغانستان دشهيدانو پاک روح ته درود واستاوه اوهيله يې وکړه په هغو عملياتو سره چې ددفاعي ځواکونوله خوا پيل شوي دي نه يواځې دغه سيمې بيا ازادې شي بلکې دشهيدانو دوينې دغچ اخستنې په خاطر  دې د طالبانو او داعش تروريستي ډلې په دې سيمه کې په بشپړه توګه وځپل شي .
قانونپوه دانش په دې غونډه کې داحصائيې دمرکزي ادارې درييس په توګه درسولي ټاکنه ده او ددغې ادارې دمشرتابه هيئت ټولو غړو او کارکوونکو ته مبارکي وويله .
ده احمدجاويد رسولي دهېواد يو تکړه ، دزده کړې خاوندمجرب اوهڅاند کادر وباله چې دلوړو زده کړو وزارت دکانکور رياست په ګډون په بيلابيلو موقعيتونوکې يې په وړتيا سره خدمت کړي دي .
قانونپوه دانش داحصائيې  دمرکزي ادارې بنسټيز اهميت ته په اشارې سره وويل احصائيه يو داسې علم  دى چې دمعلوماتو او ارقامو له راټولولو ، توحيد اوطبقه بندي ، تحليل او تفسير سره سراو کار لري او له همدې امله هيڅ راز  فعاليت په تيره بيا تجارتي او اقتصادي فعاليتونه نه شي کولاى په زړه پورې نتيجې ته ورسيږي .  خو داچې دقيق اطلاعات او ارقام په لاس کې ولري .
دجمهور رييس مرستيال وويل چې داحصائيې  مرکزي ادارې په وروستيو کلونوکې په خپلو بيلابيلو  کاري برخو کې ديادونې وړ پرمختګونه کړي دي خو سره له دې هم له زياتو چلنجونو او ناخوالو سره مخامخه ده چې بايد ددغې ادارې  نوي مشرتتوب دهغو دله منځه وړولو اوحل کولو په لاره کې له خپلو ټولو امکاناتو اوهڅو څخه کار واخلي .
قانونپوه دانش داحصائيې په سيستم او دارقامو په تحليل او تحقيق کې دمديريت  کمزورتيا ، دمسلکي ظرفيت ټيتوالې او دا امکاناتو کمښت ، په شميرنو کې ددقت او چټکتيا نشتوالې او دهغو په وړاندې کولو  کې  تناقضات  هغه ستونزې وبللې چې په دې اداره کې شته اوبايد لرې شي .
دجمهور رييس مرستيال دهېواد دوګړو په دقيقه نه شميرنه کې ناکامي يوه بشپړه  ناکامي وبلله او ويې ويل چې دوګړو دسر شميرنې نشتوالى ان دحکومت نه اغيزمنتوب او دملي بي باورى او دسياسي شخړو سبب شوي دي .
دجمهور رييس مرستيال ددغې ادارې له نوې  رهبرى څخه وغوښتل چې په يوې دقيقې او هراړخيزې بياکتنې سره  په دې  اداره کې لازم اصلاحات تطبيق کړي او له شته امکاناتو او دنړيوالو همکارانو له همکارى څخه په استفادې سره دې داحصاٍئيوي  پروګرامونو دلارې پرسر پراته چلنجونه او خنډونه لرې  کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته