کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٦
په کندز ولايت کې تيره شپه د يوې ترافيکي پيښې له امله دوه تنه ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول.
دکندز ولايت د ترافيکو د مديريت د پيښو دڅيړنې مدير د باختر آژانس خبريال ته وويل : يو باروړونکي موټر د بې احتياطى او دشپې د تورتم له امله له يو کرولا ډوله موټر سره ټکر وکړ چې له امله يې دوه تنه ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول.
1 د یوې دقیقې څخه لږ