فرهنګ

ډاکتر کمال سادات : د رسنيو دعالي شورا غړي دې بايد دهيواد ولايتونو ته سفر وکړي.

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ٤
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين او سرپرست ډاکتر کمال سادات نن درسنيو دعالي شورا په غونډه کې وويل چې دعالي شورا غړي دې بايد له رسنيو سره دمرستې په موخه دهيواد ولايتونو ته سفرونه وکړي.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست چې ددغې غونډې مشرتوب يې په غاړه درلود دعالي شورا اساسي لومړيتوب دبيان د آزادۍ پراختيا ، ښه والى ،د رسنيو اغيزمن کار او د هغو دستونزو څيړنه وبلله او څرګنده يې کړه په افغانستان کې دبيان آزادى او پراخ بنسټه رسنى دسيمې له هيوادونو سره دپرتلى وړ نه دي
ده وويل دافغانستان رسنى دتيرو څو لسيزو رسنۍ نه دي ،سانسورنشته او د بيان آزادي او پراختيا او ودې په حال کې دي .
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست له مدني ټولنې او له خبريالانو څخه وغوښتل چې خپل نوي استازي دې دغې شوراته معرفي کړي.
ډاکتر کمال سادات هيله څرګنده کړه چې دشوار په هيئت کې دشورا ټول غړي دې حاضر وي که چيرې کوم غړى له موجه دليل پرته په غونډو کې ګډون ونه کړي له هغه سره به قانوني چلند وشي.
په غونډه کې وپتيل شوه درسنيو عالي شورا د آزادى دملاتړ په توګه د رسنيو کار او د بيان آزادي زيات معرفي کيږي او په نږدې راتلوونکى کې دعالي شورا غړي دې بايد درسنيو دڅيړنې او له هغو سره دمرستې په خاطر دهيواد ولايتونو ته سفرونه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته