کابل باخترد وږي پنځلسمه :
د هيواد د کرکټ د نولس کلنو ځوانانو د ټيم ورزشکاران په ماليزيا کې د آسيا د غوره ليګ په سياليوکې د اتلوالۍ د کپ په ګټلو سره پرون هيواد ته راستانه شول.
دکرکټ بورد ويندوى فريدهوټک نن دباختر آژانس خبريال ته وويل: افغان ورزشکارانو د کويټ، نيپال، سعودي عربستان، عربي متحده ايالاتو او دماليزيا له پنځو ټيمونو سره د لوبو په ترسره کولو او د لسو نمرو په ګټلو سره لومړى مقام وګاټه او يو ځل بيا يې د دغو سياليو اتلوالي وګټله.
ديادونې ده چې تېرکال هم دافغانستان دنولس کلنو ځوانانو د کرکټ ملي ټيم د آسيا دغوره ليګ په سياليوکې چې په کويټ کې ترسره شوې وې؛ هم اتل شوى و .
د خبرځاى دخبر له مخې: افغان ورزشکارانو د حامدکرزي په هوايي ډګر کې دملي شورا يوشمېر غړو دکرکټ بورد د رهبري هيئت او د کرکټ د مينه والو له خوا تود هرکلي وويل شو او د کرکټ بورد له خوا هر يوه ورزشکار ته شل زره افغانۍ ورکړې شوې .
1 1 دقیقه لوستل