امنیت

پنځلس تنه تروريستان ووژل شول.

 کابل باختر د وږي د مياشتې  ١١  :
دملي دفاع وزارت  دهېواد په شمال او شمال ختيځو سيمو  کې دشپږو  تنو تروريستانو دوژلو  خبر ورکړ.
دملي دفاع وزارت  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس  ته خبرورکړ :
دنويد_ ١٤  چاڼيزو عملياتو په بهيرکې  پرون  چې  دبالا دورې په سيمه ، پلخمري ښار ته څيرمه  اود بغلان ولايت  دمرکزي بغلان ولسوالۍ دعربانو ، حسين خيلو ، کهنه قلعه او لب جر  په کليو کې  شپږ تنه ډار اچوونکي ووژل  او يوويشت تنه نور يې ټپيان کړل .
دغه راز دهېواد دامنيتي اودفاعي  ځواکونو د تندر_  ١٥ عملياتو په بهيرکې   چې دکندز ولايت  دامام صاحب ولسوالۍ  داسماعيل قشلاق  او دهقان قشلاق په کليو کې ترسره شول دپرسونل  ضد اته ماينونه کشف اوشنډ کړاى شوي دي.
دغه راز  دتيرو ٢٤   ساعتو په بهيرکې  د ٢٠٥ اتل قول اردو  جزوتامونو  دقندهار ولايت دشاولي کوټ ،  خاکريز اودميوند او  د زابل ولايت  دشينکي او نوبهار دولسواليو په مربوطاتو کې د محاربوي عملياتو په بهيرکې  نهه تنه ډار اچوونکي ووژل  او لس تنه يې ټپيان کړل او   د ٨٢ ملي متري توپ يوه ګولۍ او   اته ډول ډول ماينونه کشف اوشنډکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته