امنیت

اووه تنه سرتيري د ماين د چاودنې له امله ووژل شول

کابل باختر دثور دمياشتې ٤ :
په بادغيس ولايت کې د ماين د چاودنې له امله اووه تنه سرحدي مامورين ووژل شول.
دغه پيښه پرون د بالا مرغاب ولسوالۍ يوې پوځي قرارګاه ته څېرمه هغه وخت رامنځته شوه چې د انجنيرى يو ټيم غوښتل دغې قرارګاه ته څېرمه ښخ کړاى شوى ماين شنډکړي.
د خبرونوله مخې: طالبانو د پوليسو په دغې سرحدي قرارګاه له مرګاني بريد وروسته په شاخوا يې ماينونه ښخ کړي و او کله چې امنيتي مامورينو غوښتل دغه ماينونه شنډکړي؛ چاودنه رامنځته شوه.
په دغې پوځي قرارګاه د وسله والو طالبانو په بريدکې، يرغلګرو اووه تنه سرحدي مامورين ووژل ووژل او درې تنه نور يې له ځان سره بوتلل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته