سیاست

دانتخاباتو دکميسيون رييس : دانتخاباتو دکميسيون ددفترونودتړل کيدو فرهنګ دې بايد پاى ته ورسول شي .

کابل باختر دوږي پنځه ويشتمه : دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس ګلاجان عبدالبديع صياد نن په يوه خبري غونډه کې ټينګار وکړ چې بايدد انتخاباتو دخپلواک کميسيون ددفترونو دتړلو فرهنګ پاى ته ورسول شي . داپه داسې حال کې ده چې پرون دستر ملي ائتلاف پلويانو دهېواد په څو ولايتونوکې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ولايتي دفترونه وتړل . دباختراژانس خبريال ليکي ، په دې خبري غونډه کې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس دغه راز خبردارى ورکړ چې دانتخاباتو دبهير ګډوډول او دانتخاباتو دترسره کولو په وخت کې ځنډ به نه جبيره کيدونکي زيانونه ولري او عواقب به يې دهغو دترسره کوونکو پرغاړه وي . دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس له سياسي ګوندونو او جريانونو څخه وغوښتل چې دانتخاباتو دترسره کولو لپاره خپلې ټولې انديښنې دې له کميسيون سره شريکې کړي او کميسيون هم چمتو دى په هرځاى کې چې وغواړي غونډه وکړي چې دهغوى غوښتنو ته له قانون سره سم رسيدګي وشي . په دې خبري غونډه کې دانتخاباتو دخپلواک کميسيون هم له حکومت او امنيتي بنسټونو څخه وغوښتل چې ددغه کميسيون اړتياوې په جدي توګه لرې کړي او دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ددفترونو او کارکوونکو اودانتخاباتو دنوماندانو امنيت دې تامين کړي . ده ټينګار وکړ دانتخاباتو خپلواک کمسيون شپه او ورځ هڅه کوي چې پارلماني انتخابات له ټاکل شوي جدول سره سم په ټاکلې نيټه په شفاف اوسالم ډول ترسره شي او ددغه بنسټ هرکارکونکى چې دتقلب مرتکب شي عدلي اوقضايي ارګانونو ته به وروپيژندل شي . دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس په داسې حال کې هېواد په يوشمير ولايتونوکې ددغه کميسيون دولايتي دفترونو دتړل کيدودفرهنګ دپاى ته رسولو خبر دارى ورکوي چې دستر ملي ائتلاف يوشمير پلويانو دقندهار ، بلخ ، هرات او کندز په ولايتونوکې ددغه کميسيون ولايتي دفترونه تړلي او خبر دارى يې ورکړى دى چې ددغه ائتلاف دطرحې دنه عملي کيدو په صورت کې به په شلو نورو ولايتونوکې هم دانتخاباتو دخپلواک کميسيون دفترونه وتړي . په همدې حال کې دولسي جرګې رييس عبدالروف ابراهيمي ټينګار کوي چې دراتلونکو پارلماني انتخاباتو ګډوډول ددښمن ستراتيژيکي موخه ده چې بايد دحکومت په رغنده طرحې سره شنډ کړى شي . ځکه دپارلماني انتخاباتو دترسره کولو لپاره زماني واټن لنډ دى او حکومت بايد دانتخاباتو دورځې دامنيت دتامينولو لپاره سرله اوسه په عملي اقداماتو لاس پورې کړي . له بلې خوا هم دکورنيو چارو و زارت چارواکي دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ديوشيمر ولايتي دفترونو له تړل کيدو وروسته وايي چې داړتيا په صورت کې ددغو دفترونو دبيا پرانستلو لپاره له قوې څخه کار اخلو . دوى ټينګار کوي چې اعتراض دهر هيوادوال حق دى خوبايد په داسې ډول نه وي چې عامه نظم ګډوډ کړي ځکه هيچا ته اجازه نه ورکوو چې دانتخاباتو ملي بهير ګډوډ کړي ټاکل شوې ده پارلماني انتخابات دروان کال دتلې دمياشتې په اته ويشتمه نيټه ترسره شي او دانتخاباتو دخپلواک کميسيون دزماني جدول له مخې دولسي جرګې دانتخاباتو لومړنى نتيجې دروان کال دلړم دمياشتې په نولسمه نيټه او وروستۍ نتيجې دليندى دمياشتې په اته ويشتمه نيټه اعلاميږي . ختم- عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته