امنیت

په هلمند ولايت کې دامونيم نايتريت کشفول .

کابل باختر د وري  اوومه
د ناتو ځواکونو په هلمند ولايت کې دامونيم نايتريت دکشفولو خبر ورکړ  چې دبمونو او ماينونو په جوړولو کې کارول کيږي .
   دغه توکي ديکشنبې  دورځې  په مازيګر دمارجي ولسوالۍ په مربوطاتوکې  دافغان او ناتو دځواکونو دګډو عملياتو په بهير کې  ترلاسه شوي دي .
ناتو باختر اژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي چې وسله والوطالبانو غوښتل له دغو توکو څخه دبمونو او ماينونو په جوړولو کې کار واخلي .
په خبرپاڼه کې ددغه خبر دجزئياتو په باب څه نه دي ويل شوي .
له بلي خوا ناټو په دي خبرپاڼه کې دهلمند ولايت دموسي قلعه ولسوالۍ په مربوطاتوکې له افغان ځواکونو سره  دعملياتو په بهير کې ديوولسو کيلوګرامو چاوديدونکو توکو دکشف او ترلاسه کولو  خبر هم ورکړ .
ناټو ددغه خبر جزئيات هم نه دي ورکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته