ټولنه

دملکي خدمتونو داداري ودانۍ پرانستل شوه

کابل باخترد جدي  دمياشتې ١٨ :

دميدان ورد ګو ولايت داداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو داداري ودانۍ نن پرانستل شوه.

دباختر اطلاعاتي اژانس  دخبريال دخبرله مخې  دغه ودانۍ  په ميدان وردګو ولايت کې دايساف  دځواکونو په مالي مرسته ددوه سوه زرو ډالرو په لګښت په پاخه او اساسي ډول په دريو پوړونو کې جوړه شوې ده چې لس خونې ، دکنفرانس سالونونه او نور ضروري ملحقات لري .

په هغې غونډۀ کې چې له همدي امله  داداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو دخپلواک  کميسيون درييس ډاکتر احمدمشاهد ،  دميدان وردګو دولايتي شورا درييس په گډون جوړه شوې وه دميدان وردګو والي محمدحليم فدايي  دموضوع په باب خبري وکړي  او ددغي ودانۍ د جوړولو له امله يې په ميدان وردګو ولايت کې دايساف دځواکونو دهمکاري له امله  مننه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته