امنیت

دملي امنيت دادارې ويندوى : ديوې انسان تښتوونکي ډلې مشر رييس خدايداد په کابل کې ونيول شو .

کابل باختر د وږي څليرويشتمه :
دملي امنيت دادارې ويندوى وايي چې په هيواد کې ديوې انسان تښتوونکي شبکې مشر رييس خدايداد تيره شپه  دکابل ښار په پنځمه ناحيه کې ونيول شو .
دملي امنيت دادارې ويندوى  عبدالحسيب  صديقي  چې نن يې  په کابل کې په يوه خبري غونډه کې  خبرې کولې  څرګنده کړه چې دملي امنيت ځواکونو تيره شپه  ديوې انسان تښتوونکي  شبکې مشر  رييس خدايداد  له دوو تنو همکارانوسره يې  دکابل ښار  دپنځمې ناحيې  په مربوطاتو کې  ونيوه .
  رييس خدايداد له څه مودې راپديخوا دملي امنيت تر څارنې لاندې و .
دحسيب  صديقي دڅرګندونوله مخې ،  رييس خدايداد  سربيره پردې چې  په کابل کې  ژوند کوي  په تاجکستان ، پاکستان او په عربي اماراتو کې هم شپې سبا کولې .  دى  يوازې دملي امنيت له خوا تر څارنې لاندې  نه و ،بلکې  دتاجکستان دپوليسو  په تور لست کې و او دنړيوالو پوليسو يا انترپول  تر څارنې لاندې هم و .
  دملي امنيت دادارې ويندوى ، درييس خدايداد نيونه  امنيتي ځواکونو ته يو برياليتوب وباله .
ده يادونه وکړه چې دکابل ښار په پنځمه ناحيه کې  ددغه جنايتکار دنيولو په مقصد  دعملياتو په وخت کې  دسيمې اوسيدونکو ته ستونزې پيدا شوې . او له دې پلوه يې  ددغې ساحې له اوسيدونکو څخه  معذرت وغوښت .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته