سیاست

د هند د (ال – پي- يو) پوهنتون حامدکرزي ته افتحاري دوکتورا ورکړه .

کابل باختر د ثور يو ديرشمه :
دهندوستان هيواد د (ال- پي-يو) پوهنتون دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي ته افتخاري دوکتورا ورکړه .
دجمهوري رياست د ويندوى دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ: په هغو مراسموکې چې له همدې امله پرون  مازيګر دهند دپنجاب ايالت په جلندر ښارکې په دغه پوهنتون کې پرځاى شوى و؛ دهند جمهور رييس پرناب موکرجي، د پنجاب ايالت اعلى وزير او والي او ددغه پوهنتون استادانو اومحصلانو پکې ګډون کړى و .
  په پيل کې د(ال-پي-يو) پوهنتون رييس ، حامدکرزي ته د ښه راغلاست د ويلو او ددغه پوهنتون د محصلانو د فراغت په دريم جشن کې د حامدکرزي او پرناب مو کرجي دګډون له امله د مننې په ترڅ کې وويل : دافتخار ځاى دى چې جمهور رييس کرزى له ځان سره لرو او ده له ډير لرې ځاى څخه تشريف راوړى دى او ددغه پوهنتون د دوکتورا سند يې ومانه .
وروسته دهند د جمهور رييس پرناب موکرجي له خوا د ( ال-پي-يو ) پوهنتون افتخاري دوکتورا دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي ته د افغانستان د ترقي او پرمختيا په برخه کې په تيره بيا د تعليم د بنسټونو د احيا کولو ، روغتيا ، اقتضاد او دولتونو ترمنځ اړيکو په برخه کې د ده د خدمتونو او هلوځلو په درناوي ورکړه .
حامدکرزي ته دافتخاري دوکتورا له ورکولو وروسته دپنجاب والي دخبرو په کولو سره، جمهور رييس کرزي ته دمبارکى د ويلو په ترڅ کې وويل: جمهور رييس کرزي دهندوستان ستر دوست دى او دغه پوهنتون او دپنجاب خلک به د ده شتون دتل لپاره په ياد ولري .
ورپسې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي د وينا په ترڅ کې وويل: د وياړ ځاى دى چې د( ال-پي-يو) پوهنتون په خپلې اکاډميکي  ځواکمنۍ سره او دا چې د نړۍ له  ٢٥ هيوادونوڅخه څه دپاسه ديرش زره تنه محصلان لري؛ زه يې د افتخاري دوکتورا په سند ووياړم.
جمهور رييس وويل چې ما د پوهنتون له رييس ښاغلى پتيل  سره تعليم په تيره بيا لوړو زده کړو ته افغانستان د اړتيا په باب خبرې وکړې، ده راته وويل: څومره افغان محصلان چې دافغانستان حکومت دخپلې بودجې په لګښت دغه ځاى ته راواستوي ، د ( ال- پي-يو ) پوهنتون به هغوى ومني.
حامدکرزي زياته کړه: هند د افغانستان دخلکو د دوست په توګه دافغان ځوانانو د زده کړو په برخه کې زياتې مرستې کړې دي او په کال کې ٢٠٠٠ بورسونه يې افغان ځوانانو ته برابر کړي دي او تاسې دهغو افغان محصلانو شتون چې د افغانستان دراتلونکي  لپاره په زده کړې بوخت وي، په ټول هندوستان کې وينئ.
جمهور رييس څرګنده کړه چې دهند دولت نه يوازې دافغان ځوانانو د تعليم په برخه کې مرسته کړې ده؛ بلکې دغه هيواد په بېلابېلو برخوکې له افغانستان سره دڅه دپاسه دوو ملياردو ډالرو مرسته کړې ده او زه دافغانستان دخلکو په استازيتوب ددغو مرستو له امله مننه کوم .
حامدکرزي محصلانو ته په خطاب کې وويل: تاسې د يو داسې ستر  تمدن لرونکى هيواد استازيتوب کوئ چې دتکنالوژۍ، صنعت او اقتصاد له پلوه په چټکۍ سره دپرمختګ په حال کې دى . ستاسو هيواد دپرمختګ او نيکمرغۍ لاره غوره کړې ده.
جمهور رييس له محصلانو څخه وغوښتل چې هغه ځواکمنۍ چې دخپلې پوهې په ترلاسه کولو سره ، لاس ته راوړي؛ نه يوازې دهند دښه والى بلګې له هغه څخه بهر هم وکاروي .
د يادونې وړ ده چې د( ال-پي-يو) پوهنتون د هندوستان يو ډيرسترخصوصي پوهنتون دى چې ددغه هيوادپه پنجاب ايالت کې موقعيت لري چې همدا اوس هند له ٢٨ ايالتونو و د نړۍ له ٢٦ هيوادونو څخه نږدې ٣٠ زره تنه محصلان په هغه کې په لوړوزده کړه بوخت دي .
ددغه پوهنتون دفراغت دريم جشن يې نن دافغانستان او دهند دجمهورو رييسانو په ګډون جوړ شو. په هغه کې ٧٧٧٥ تنومحصلانو د ليسانس او ماسترۍ په سويه د فراغت سندونه ترلاسه کړل او ١٩تنو يې دهغې زياتې وړتيا په خاطر چې ښودلې يې وه؛ د سرو زرو مډالوهم ترلاسه کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته