نړۍ

په مومندو ايجسنۍ کې دوه چاودنې

  پيښور ډي ډان  باختر د غبرګولي دمياشتې  ٧ :
د مومندو ايجسنۍ په قبايلي سيمه کې د دوو پرله پسې چاودنو له امله دپاکستان نهه تنه امنيتي ځواکونه ټپيان شول.
لومړۍ چاودنه د مومندو ايجسنۍ په  سهپا ناحيه کې د پوليسو يوې ليږدونکې واسطې ته څېرمه رامنځته شوه چې له امله يې اته تنه پوليسان ټپيان شول.
دويمه چاودنه هم په سهپا ناحيه کې دبمونو دشنډولو يوه ټيم ته څېرمه رامنځته شوه چې له امله يې يو پوليس ټپي شو.
دغه چاودنې دپوځي مليشو پرخلاف دعملياتو په بهيرکې شوې دي .
د پاکستان د ډان ورځپاڼې په ليکنه: په دغوعملياتوکې د پوځي مليشو دوه پټنځي ويجاړ شوي دي.
مخکې له دې پرون سهار ناپيژاندو وسله وال کسانو  د پاکستان په اکراچۍ کې
د پوليسو په يوه موټر ډزې وکړې چې له امله يې يو افسر او دوه تنه پو ليسان  ووژل شول او يو بل پوليس ټپي شو.
يرغلګر له ډزو وروسته په تيښتې بريالي شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته