ښوونه او روزنه

شل تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل- باختر د لړم دمياشتې ٢٦
د هيواد امنيتي ځواکونو پرون دهيواد په څو ولايتونوکې دامنيتي فعاليتونو په بهير کې ٢٠ تنه وسله وال طالبان ووژل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: امنيتي ځواکونو دغه فعاليتونه د ننګرهار، تخار، زابل ، کندز، ارزګان ، لوګر ، غزني ، کونړ او د هرات د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره کړل چې له امله يې ٢٠ تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ ٢٢تنه ټپيان او ١٣ تنه نوريې د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.
ددغو امنيتي فعاليتونو په بهيرکې يوه اندازه سپکې او درندې وسلې هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
دغه راز د ملي پوليسو ځواکونو ، د پکتيا ، هلمند، ميدان وردګو او د بغلان دولايتونو په مربوطاتو کې اته ماينونه کشف او شنډ کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته