امنیت

په هلمند کې د اتو تنو وسله والوطالبانو وژل کيدل

دلښکرګاه ښار/ باختر/ دغبرګولي مياشتې١١نيټه :
اته تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول.
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه د سنګين ولسوالۍ بازار ته څېرمه هغه وخت بريد وشو چې ځانونه يې يوې پوځي قرارګاه باندې د  بريد لپاره چمتو کول .
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باخترآژانس ته وويل: په دې  جګړه کې اته تنه وسله وال طالبان  ووژل شول .
په دې  جګړه کې  پوځيانو اود سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى رسيدلى .
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته