امنیت

دوه تنه وسله وال ياغيان په کونړ ولايت کې و وژل شول

کابل  باختردليندي دمياشتې ٥ نيټه  :
دوه تنه وسله وال مخالفين پرون په کونړ ولايت کې له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې  و وژل  شول.
دشمشادد ٢٠٢ ساحوي زون دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ  دغه کسان دکونړ ولايت په غازي آباد ولسوالۍ  پوري اړوند په کوهي  کلي کې  دامنيتي ځواکونو دعملياتو په ترڅ کې  و وژل شول .
دغه راز دنښتې په بهيرکې دسيمي يو تن اوسيدونکې شهيد او يوبل ته يې ټپي شو.
دغه راز دنښتې په بهيرکې دسيمي يوتن اوسيدونکې  شهيد او يوبل تن يې ټپي شو.
ديوبل خبرله مخې :  دکونړولايت  دامنيې قوماندانۍ پوليسو پرون ددغه ولايت دمانوګي ولسوالۍ دورديش تنګي په ساحه کې دوسله والو طالبانو له خوا ددوه سوه شل ملي متري توپ يوه ښخ کړي شوي ګولۍ کشف اوشنډه کړه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته