کابلباختردجوزا٢٥
په پکتيکا ولايت کې پرون د ماين د چاودنې له امله پنځه تنه پوليسان شهيدان شول او اووه تنه نور پوځيان ټپيان شول.
دغه چاودنه د جاني خيلو ولسوالۍ په لاره کې هغه وخت رامنځته شوه چې دپوليسو دسرتيرو دسپرلۍ بس موټر په واټ کې په ښخ کړاى شوى ماين و خوت. ويل کيږي دغه سرتيري دپوځي زده کړې لپاره يو پوځي تعليمي مرکز ته روان وو چې په ماين برا بر شول.
دپکتيکا و الي محب الله صميم باخترآژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې د ملي پوليسو دوه تنه سرتيري او درې تنه سيمه ييز پوليسان شهيدان او اووه تنه نور ټپيان شول.
دپکتيکا والي تاييد کړه چې دغه پوځيان د زده کړې لپاره په جاني خيلو ولسوالۍ کې يوه تعليمي مرکز ته روان وو چې بريد پرې وشو.
په پکتياکې د يو روغتيايي مرکز چارواکو ددغې پيښې دڅلوروتنو ټپي پوځيانو روغتيا يي حالت خرا ب و باله.
دپکتيکا سيمه ييز مقامات وسله وال طالبان ددغې يښې مسوول بولي او وايي چې امنيتي مامورينو ددغې پيښې دعاملينو دپيژندلو او نيولولپاره پلټنې پيل کړې دي.
0 1 دقیقه لوستل