امنیت

يوسړى له يوه اندازه اپينو اووسلو سره په سرپل کې ونيول شو .

کابل باختر د وږي اته ويشتمه :
دسرپل پوليسو يوتن دنشه يي توکو او وسلو دقاچاقو په تور ونيوه .
دسرپل ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند علي اکبر اندرابي باختراژانس ته وويل دغه سړى دامنيتي او دفاعي ځواکونو دګډو عملياتو په بهير کې  له دولسو کيلوګرامو اپينو او يوه کلاشينکوف  اوله يوسراچه ډوله موټرسره دسرپل  ولايت دمرکز  دشيرم هاي  په سيمه کې ونيول شو .
ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته