امنیت

په بلخ کې امنيتي تدابير نيول شوي دي

  کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٥ نيټه :
په بلخ ولايت کې مسوولان د اختر په ورځو کې د سختو امنيتي تدابيرو دنيولو په اړوند خلکو ته ډاډ ورکړ.
دباخترآژانس دخبرله مخې ؛  دبلخ والي اسحاق رهګذر وويل چې خلک دې  د اختر ورځې په آرامۍ اوخوشحالۍ سره تيري کړي او په مشکوکو مواردو کې دې امنيتي ځواکونوته خبر ورکړ.
ده سربيره پردي چې د سختو امنيتي تدابيرو دنيولو ډاډ ورکړد دولت له وسله والومخالفانوڅخه يې هم وغوښتل ترڅورامنځته شوي اوربند ته احترام وکړي  ترڅو د ويني تويېدنې مخه ونيول شي .
د بلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر عبدالرزاق قادري وويل  چې ددغه ولايت په ښار او نورو ټولو سيمو کې  په خاصه توګه جوماتونو او لويو لارو کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي  او دغه ځايونه به ترسخت امنيتي پوښښ لاندي وي .
ده زياته  کړه د اختر په دريو ورځو کې به هيڅ اخلالګر اود دولت وسله والو مخالفانو ته اجازه ورنکړي ترڅو دخلکو آرامي ګډوډه  کړي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته