خبرونهاقتصادTOPټولنه

فارياب کې د يوه کانال او یوه سربند د جوړولو کار پيل شو

کابل، د لړم ۲۳مه، باختر
د فاریاب ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په المار ولسوالۍ کې د ۳ میلیونه ۶۰۳ زره ۲۱۲ افغانیو په لګښت د یوه کانال او یوه سربند د جوړولو چارې پیل شوې.
د دې ولایت د چارواکو په وینا، د دې پروژې په جوړېدو او د کرنیزو اوبو په مدیریت سره به د خلکو ستونزې هوارې او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه به خړوبه شي.
ورته مهال د یادې ولسوالۍ کروندګر د کرنې وزارت له دغه اقدام څخه خوښ دي او د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د لازیاتو همکاريو غوښتونکي دي.
د دې پروژې د پيل په مراسمو کې د کرنې رياست يو شمېر مسوولينو او د دې ولسوالۍ سيمه ييزو مسوولينو برخه اخيستې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته