ټولنه

د خوست ولایتي شورا: که د زاړه هوایي میدان لاره خلاصه نه شي نو د تحصن خیمې به ولګوو

متون باخترد چنګاښ د مياشتې ۱۸ مه
په خوست کې د ولایتي شورا او د مدنی  ټولنې غړو د یوه کنفرانس په ترڅ کې له افغان حکومت او ولایتي چارواکو وغوښتل چې د زاړه هوایي میدان لاره دې خلاصه شي.
دغه لاره په خوست کې دمیشتو ولایتي قواوو له خوا کله ناکله د نامعلوم وخت لپاره تړل کیږي چې په تړل کیدو سره یې د څلورو ولسوالیو او دریو اداري واحدونو خلک د تګ او راتګ پرمهال له ستونزو سره لاس او ګریوان وي.
د ولایتي شورا وکیل واحد زي باختر اژانس ته وویل: نور ولسونه له دغې لارې ستړې شوې دی او په وار وار غوښتنه کوي چې موږ ته دې دغه لاره خلاص شي.
هغه په جمهور رېيس او امنیت شورا غږ وکړ چې نور ورته دغه ستونزه د زغملو وړ او د لارې د خلاصون په موخه دې کوټلي ګامونه پورته شي.
مدني فعال او د هېوادپال ځواک مشر صاحب ګل فرهاد کاظمي وايي، که چیرې د دغه سړک د خلاصون په باب د ولس، ولایتي شورا او مدني فعالانو غږ وانوریدل شي، نو خلک به لاریونونه وکړي او پر سړکونو به د تحصن خیمې ولګوي.
دیادولو وړ ده چې په خوست کې صحرا باغ ته څیرمه دبندې لارې پر بدیلې لارې هم د دولت له خوا کار روان دی ، خو په هغې سره د ولسونو ستونزه نه حل کیږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته