سیاست

د وزیرانو شورا نوبتي ناسته جوړه شوه

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې١٥ مه
د وزیرانو شورا خپله نوبتي ناسته نن د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائیه رئيس ډاکټرعبدالله عبدالله تر مشرۍ لاندې په سپېدار ماڼۍ کې ترسره کړه.
د اجراييه رياست د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې ناسته کې لومړی اجرائیه رئیس تېره اوونۍ په بادغیس کې د شهید محی الدین غوري او پيلوټ بارکزي روح ته دعا وکړه او کورنیو ته یې تسلیت وړاندې کړ.
اجرائيه رییس وویل، چې په تېره اوونۍ کې افغان امنیتي ځواکونو ګڼې لاسته راوړنې لرلې، د ګیزاب ولسوالۍ په بشپړ ډول تصفیه شوه، د نورستان په برګمټال ولسوالۍ کې عملیات شول، ګواښ له منځه وړل شوی او لارې پرانستلې شوې، د نورستان قطعات او جزو تامونه سمبال شول، نشه يي توکي او چاودېدونکي توکي نیول شوي او له منځه وړل شول او افغان ځواکونو ځانګړي عملیات ترسره کړل، چې دښمن ته یې درنه ضربه ورکړې ده.
اجرائيه رئیس زیاته کړه، چې په میدان وردګو کې افغان ځواکونو د حقاني شبکې د استخباراتو مسوول ووژاه چې په بدل کې یې طالبانو په وحشیانه او عمل او جنایت سره د کابل پولیتخنیک پوهنتون یو بې ګناه محصل په شهادت ورساوه. هغه د دې شهید محصل کورنۍ ته تسلیت وړاندې کړ.
ډاکټر عبدالله عبدالله وویل: په امنیت شورا کې امنیتي ځواکونو ته هدایت ورکړ شوی، چې په دوو ټکو ډېر تمرکز وکړي. لومړی دا چې د شهیدانو د کورنیو او ټپیانو وضعیت ته رسیدګي وشي، نوي افراد امنیتي ځواکونو ته جذب او له بلې خوا د دښمن مرکزونه په نښه شي.
اجرائيه رئيس په هند کې د اسیا د زړه هېوادونو د شپږم کنفرانس د جوړېدو یادونه وکړه او ویې ویل، هیله من دی چې دغه کنفرانس د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د سیمه ییزې همپالنې لپاره لاره هواره کړي.
اجرائيه رئيس همدارنګه وویل، چې افغانستان د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنیوي په شپاړلس ورځني کمپاین کې دی، نو دا د ټولو افغانانو حکومت، پارلمان، دیني عالمانو، مدني ټولنو او رسنیو دنده ده، چې د دې پدیدې په له منځه وړلو کې خپل مسوولیت ادا کړي.
هغه وویل، د دې پدیدې د له منځه وړلو لپاره خپل تعهد نوى کوم ځکه چې دا مسئله د ټولنې د وګړو سلامت ته زیان رسوي او په دې برخه کې پر ستونزو په ډله ییزې ارادې او عزم بریالي کېدای شو.
اجرائيه رئيس د ځوانانو د پارلمان له جوړېدو هرکلی وکړ او ویې ویل، چې په کې فعال ځوانان په داوطلب ډول راټول شي او هیله لري، چې د حکومت او خلکو ترمنځ د پل دنده ترسره کړي. هغه وزیران او والیانو ته سپارښتنه وکړه، چې له دې پارلمان سره مرسته او همکاري وکړي او له هغوی یې واوري.
اجرائيه رئيس د دې ناستې اجنډا په دې ډول اعلام کړه. لومړی امنیتي راپور، ورپسې په هرات کې د سلما بند د امنیت په اړه راپور، د لغمان د شاهي کانال په اړه اوبو او برېښنا وزارت رپوټ، په افغانستان کې د پانګونې لپاره د عمل کړنلارې طرحه، په بدخشان کې د مېرمنو د وضعیت په اړه د ښځو چارو وزارت رپوټ او د بودیجې د قطعیې په اړه د تفتیش د عالي ادارې رپوټ.
ورپسې د اجنډا له مخې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د هېواد امنیتي رپوټونه وړاندې کړل او ویې ویل، چې په تېره اوونۍ کې دښمن درنه ضربه خوړلې او لاسته راوړنې نه لري.
د ملي دفاع د لوی درستیز درستيزوال افضل امان وویل، چې د امنیتي ادارو ترمنځ ښه همغږي رامنځته شوې او په تېره یوه اوونۍ کې مخالفانو 389 عملیات او بریدونه ترسره کړي، چې د امنیتي ځواکونو له لوري شنډ شوي او درنه ماتې یې خوړلې ده.
ده وویل: په تېره اوونۍ کې د ملي اردو د 64 تنو شهیدانو او 121 تنو ټپیانو ترڅنګ د مخالفانو 274 تنه وژل شوي، 119 تنه ټپیان او د مهمو سرګروپانو په ګډون یې 25 تنه نیول شوي دي.
ده زیاته کړه، چې په روانو عملیاتو کې امنیتي ځواکونه ښې لاسته راوړنې لري.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال عبدالرحمن رحمان وویل، چې تر اوسه پورې امنیتي ځواکونه پر مخالفانو برلاسي دي د هغوی ټول پروګرامونه یې ناکام او مخ پر وړاندې روان دي.
ده وویل، چې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د نورستان د دواب ولسوالۍ د وسله والو له کلابندۍ او ګواښ ژغورل شوې او دغې ولسوالۍ ته غځېدلې لاره د ټرافیکو پر مخ پرانستل شوې ده.
اجرائيه رئيس د افغان امنیتي ځواکونو له هڅو او سرښندنو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې دمګړۍ افغان امنیتي ځواکونه په عالي روحیه د مخالفانو پر وړاندې جنګېږي.
د کورنیو چارو وزارت د سلما بند د امنیت په اړه رپوټ وړاندې کړ او ویې ویل، چې د دې بند د امنیت د تامینولو لپاره ټول اړین اقدامات شي او په دې برخه کې هېڅ ډول اندېښنه شتون نه لري؛ خو د اوبو او برېښنا وزارت د هوايي ټرانسپورت د ستونزې د حل غوښتنه هم وکړه.
ورپسې د اوبو او برېښنا وزارت په لغمان ولایت کې د شاهي کانال د بیارغېدو او د بابا صاحب دښتې ته د اوبو د کانال رسولو د چارو په اړه د ترسره شوې سروې پرزنټېشن وړاندې کړ.
په دې سروې د یادې پروژې د ترسره کېدو ستونزې خورا ډېرې او پلي کېدل یې ناممکن و، چې د وزیرانو شورا له خوا رد شوه.
اجرائيه رئيس وویل، چې د لغمان اوسېدونکو ته باید د دې پروژې په اړه قناعت ورکړل شي، په هغه ولایت کې د کله ګوش برېښنا بند د جوړولو لپاره اقدامات وشي او هم دې په دې ولایت کې کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شي.
همدارنګه د اقتصاد وزارت په افغانستان کې د پانګونې لپاره د پانګه والو د راجلبېدو په اړه د عمل کړنلاره وړاندې کړه، چې د وزیرانو شورا له خوا ومنل شوه او اجرائيه رئيس لارښوونه وکړه، چې د خصوصي سکتور را جلبولو ته دې ‌ډېر پام وشي.
په پای کې د تفتیش د عالي ادارې د مرستیال له لوري د بودجې د قطعیې په اړه پرزنټېشن ورکړ شو او اجرائيه رئیس ټولو ادارو ته لارښوونه وکړه، چې په قطعیه کې شته ستونزې جدي ونیسي او د خپلې بودیجې د نه لګښت دلایل دې په لیکلي ډول مالیې وزارت او د تفتیش عالي ادارې ته وسپاري.
اجرائيه رئيس همدارنګه ټولو وزارتونو ته لارښوونه وکړه، چې د تدارکاتو د پروسې، د قطعیې او هم په افغانستان کې د پانګونې لپاره د غونډه جوړېدو په اړه هر څه چې لري؛ په لیکلي ډول د وزیرانو شورا د اقتصادي فرعي کمېټې راتلوونکې فوق العاده ناستې ته وړاندې کړي.#
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته