نړۍ

دازبکستان دخپلواکۍ د جشن لغوه کول.

  تاشنکند ايرنا باختر د وږي د مياشتې  ١١  :
د ازبکستان دولتي مقاماتو ددغه هېواد دخپلواکۍ دملي ورځې په مناسبت  رسمي  جشنونه  چې دپنجشنبې دورځې لپاره  چمتو شوي و ، لغوه کړي دي .
دخبري منابعو درپوټ له مخې : ددغه تصميم دليل نه دى اعلام شوى .
خودچارو کارپوهان ددغه هېواد دجمهوررئيس اسلام کريموف ناروغي ددغو مراسمو دلغوه کولو  دليل بولي.
دهمدې خبرله مخې :  دازبکستان جمهوررئيس  دماغزو دفلج کيدو په ناروغۍ اخته شوى دى او دځانګړو روغتيايي څارنو په  څانګه کې بستر دى.
يوشمير رسنيو  دوږي دمياشتې په اتمه نيټه رپوټ ورکړ چې اسلام کريموف دماغزو له سکتې وروسته  مړ شوى دى .
خو د ريانووستي دخبري آژانس نمايندګۍ  چې ازبکستان دجمهوري رياست په دفتر کې دى  دغه اطلاعات يې  رد کړل او ويې ويل ؛  چې دکريموف حالت ښه دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته